انصار: (د لړم ۲۲ مه)، د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت مسلکي مرستیال مجیب الرحمن اخوند زاده پر کنړ سېند د برېښنا بند د جوړولو د پلان خبر ورکړی.
نوموړي ویلي، چې د دغه بند د جوړولو سروې شوې، خو د لګښتونو د زیاتوالي له امله سمدستي دا پلان نه شي عملي کولای.
سرچینې نه دي ویلي، چې په مشخص ډول پر دې بند جوړولو څومره لګښت راځي، خو زیاته کړې یې ده چې د مرستو او امکاناتو د موندلو په لټه یې دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د یاد شوي بند له جوړیدو سره به یو نیم سل زره جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او ۴۵ میګاواټه برېښنا تولید شي.
هغه د کنړ سېند په اوږدو کې د اوبو د نورو بندونو د جوړیدو د پلان خبر هم ورکړی.
په وروستیو کې پر ټولنیزو رسنیو ګڼو افغانانو د کمپاینونو له ترسره کولو سره پر کنړ سېند د برېښنا بند د جوړولو غوښتنې کړې دي.
کنړ سېند له څو لسیزو راهیسې بې پوښتنې او وړیا پاکستان ته بهیږي، په داسې حال کې چې د دغه ولایت او ختیزو ولایتونو نورو اوسیدونکو ته یې د نه مهاریدو له امله وخت په وخت تاوان رسیږي.
پر دغه سېند د بند جوړیدو غوښتنې له زیاته وخته کیږي او د بېلابېلو رژیمو چارواکي یې ورته ژمنې کوي، خو خلک ورته د شک په سترګه ګوري.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28430